د رتبه بندۍ د ښه کولو څرنګوالی

د سفر په درشل کې د ځینو پېښو وړاندوېنه نشي کېداې. ستاسو له کنټرول څخه بهر شرایط ښايي په هغه امتیاز اغېزه ولري چې تاسو یې د سورلۍ له خوا ترلاسه کوئ.

موږ پوهیږو چې دا د اندیښنې لامل کېدای شي. لکه څنګه چې ستاسو عمومي امتیاز ستاسو د وروستيو 500 سفرونو اوسط دی، نو د یوه کس له خوا د سفر امتیاز به ستاسو پر عمومي امتیازاتو باندې د پام وړ اغېز ونه لري.

سربیره پردې، که چېرې یوه سورلۍ منفي امتیاز درکړي او د سفر هغه ستونزې یادې کړي چې ستاسو فعالیت سره تړاو نه لري (د بېلګې په توګه:زیات شمېر پورته کول، بیه، د Uber اپليکيشن)، نو دا سفر به ستاسو پر عمومي امتیازاتو کې حساب نشي.

د 5 ستورو لرونکو موټر چلوونکو له خوا ځینې مهم ټکي

د پنځو ستورو لرونکي موټر چلوونکي راپور ورکوي چې سورلۍ یې ستاینه کوي کله چې دوی:

  • خپلې موټرې پاکې وساتي، ښه ساتل شوي وي او بوی و نه لري
  • له سورلۍ څخه د مقصد په اړه د غوره لارې په اړه پوښتنه وشي
  • خبرې په مودبانه، مسلکي او په درناوي سره وشي
  • په مسلکي ډول جامې واغوندئ
  • د سورلۍ لپاره د موټر دروازې خلاصې کړئ
  • بوتلي اوبه، سپک خواړه، ژاوله، د خولې خوشبویه مواد او د ګرځنده تلیفون چارجر وړاندې کړئ
  • که وضعیت مناسب وي نو د بکس او کڅوړو په پورته کولو او ښکته کولو کې مرسته وکړئ

ستاسو اونیزه بیاکتنه د سورلیو له خوا امتیازونه او نظرونه شریکوي. دا د هغه سفر د تجربو په اړه معلومات وړاندې کوي چې تاسو یې رامنځته کوئ.