7- له Uber Eats سره د ډلیوري تر سره کولو په اړه زیاتره پوښتل شوې پوښتنې

[خوندیتوب]

ایا Uber خوندي دی؟
- ستاسې خوندیتوب موږ ته ارزښت لري. Uber د خوندیتوب نړیوال ټیم لري چې د ټکرونو له مخنیوي سره په مرسته کې زموږ له خوا په ځانګړې توګه لاس په کار وي. په اپلیکیشن کې د خوندیتوب د ځانګړنو په اړه او همداشان د محافظتونو په اړه لکه د GPS تعقیب او د تلیفون د شمېرې د ناپېژندتیا په اړه لاندنې لینک ته په ورتلو سره لا زیات زده کړئ.

- Uber هره ورځ پر دې کار کوي چې د امکان تر برېده تاسې ته تر ټولو خوندي تکنالوژي وړاندې کړي. دغه اپلیکیشن له تاسې سره مرسته کوي چې د لیږد پر مهال له متناسبو ځانګړنو سره خوندي واوسئ.
-- د تلیفون د شمېرې ناپېژانده کول
کله چې تاسې د همدې اپلیکیشن له لارې له یوه پېرودونکي سره اړیکه نیسئ، نو هغه به هېڅکله ستاسې د تلیفون شمېره و نه پیژني.
-- ما تعقیب کړئ
دا اپلیکیشن ستاسې عزیزانو ته دا امکان ورکوي تر څو ستاسې سفر تعقیب کړي.
-- د بېړنۍ مرستې بټن
که چېرې تاسې بېړنۍ مرستې ته اړتیا ولرئ، نو کولای شئ د بېړنۍ مرستې بټن وکاروئ، دا کار مستقیماً تاسې له چارواکو سره نښلوي او له هغوی سره ستاسې موقعیت شریکوي.

دمې ته اړتیا لرئ؟
- د افلاین کېدو لپاره یوازې پر موبایل ګوته پورته کش کړئ او پر بټن باندې کلیک وکړئ.

[د مرستې تر لاسه کول]

د مرستې د تر لاسه کولو تر ټولو چټکه لاره څه ده؟
- ستاسې د اپلیکیشن د مرستې برخه، په 2 کلیکونو سره د لاسرسي وړ ده، چې زیاترو پوښتنو ته ځوابونه ورکوي.

څرنګه په کرایه کې اصلاحات راولئ
- که چېرې تاسې له یوې کرایې سره ستونزه لرئ، نو کولای شئ د اپلیکیشن له لارې له مرستې سره اړیکه ونیسئ.

[د لیږد تر سره کول]

د یوه فرمایش د لېږد تر ټولو غوره لاره څه ده؟
- د لېږد پر مهال د خوړو د کیفیت د تضمین لپاره د یوې عایق لرونکي خلطې لرل الزامي ده.

زه ولې په اپلیکیشن کې زما تېرې لیږدونې نه شم لیدلای؟
- هغه لیږدونې چې تاسې تر سره کړي دي هغه 48 ساعتونه وخت نیسي تر څو په اپلیکیشن کې راښکاره شي. که چېرې تاسې کوم لیږد تر سره کړي وي، نو په یاد ولرئ چې په اپلیکیشن کې د ډلیوري د راښکاره کېدو د کتنې لپاره باید لږ تر لږه تر 48 ساعتونو پورې انتظار وباسئ.

هغه لیږدونې چې انتظار ته اړتیا نه لري: دا څرنګه کار ورکوي؟
- په اپلیکیشن کې له څو ورځو وروسته، تاسې به د دې ډول غوښتنو تر لاسه کول پیل کړئ، چې تاسې ته اجازه درکوي تر څو د 2 لیږدونې تر منځ وخت ضایعه نه کړئ.
- کله چې تاسې د انتظار نه ایستلو سفر منئ، نو توره شنه کرښه هغه مسیر درته ښیي چې تاسې باید هغه تعقیب کړئ تر څو خپل اوسنی لیږد بشپړه کړئ. خو سپینچکه شنه کرښه بیا هغه مسیر درته ښیي چې باید د دویم سفارش مسیر تعقیب کړئ.

[پرداختونه]

د پیسو تر لاسه کول څومره وخت نیسي؟
- که چېرې تاسې خپل عاید خپل بانکي کارت ته لېږدوئ، نو په زیاترو حالاتو کې به تاسې خپلې پیسې سمدلاسه تر لاسه کړئ. که چېرې تاسې خپل عاید خپل بانکي حساب ته لېږدوئ، نو دلته به د پیسو د لېږد بهیر، بانک تر بانک پورې توپیر ولري. د خپلو پیسو د تر لاسه کولو په خاطر تاسې باید څو ورځې انتظار وباسئ.

زه د خپل عاید څومره پیسې را اخیستلای شم؟
- تاسې کولای شئ خپل ټول عاید د ترفیعاتو او مکافاتو په ګډون تر لاسه کړئ.

زما ګټل شوي پیسې څرنګه محاسبه کېږي؟
- سټنډرډ د ډلیوري کرایه
-- د هرې ډلیوري پر سر، تاسې د پورته کېدو، ښکته کېدو او واټن له مخې پیسې ګټئ. د وخت او ترافیک ځنډونه ستاسې په کرایه کې ګڼل کېږي.
- ترفیعات
-- کله چې د ډلیوري لپاره غوښتنه زیاته وي نو ترفیعات له تاسې سره مرسته کوي چې بوختي سیمې په ګوته کړئ. زیاته غوښتنه معمولاً په دې معنی چې ستاسې لپاره د ګټلو په خاطر زیاتې پیسې شته. او په لږ پلان جوړونې سره، تاسې کولای شئ په یوه وخت کې له ګڼو ترفیعاتو نه ګټه پورته کړئ.

ولې له ما څخه د خدماتو فیس اخیستل کېږي؟
- Uber د همدې پلټفارم د کارولو په خاطر د خدمتونو فیس له تاسې اخلي.

ایا مکافات هم د Uber د خدمتونو په فیس کې حسابیږي؟
- نه، Uber ستاسې له مکافاتو څخه هېڅ ډول د خدمتونو فیس نه اخلي.

زه چېرې کولای شم خپل پرداختونه ووینم؟
- تاسې کولای شئ د چټکو پرداختونه کتنه د اپلیکیشن په پورتنۍ برخه کې ووینئ. تاسې کولای شئ د ګټل شوو پیسو پر کارتونو باندې ګوته کېږدئ او ښۍ او کېڼې خوا ته یې کش کړئ تر څو خپل ورځني او اونیز پرداختونه په ځغلنده توګه ووینئ. همداشان تاسې کولای شئ د اپلیکیشن د اداینو په برخه کې لا زیات جزئیات تر لاسه کړئ.