د پیرودونکي سره اړیکه نیول

تاسو کولی شئ د اپليکيشن له لارې د زنګ وهلو یا پیغام ورکولو له لارې له پیرودونکي سره اړیکه ونیسئ. موږ د نړیوال رومینګ لګښت د مخنیوي لپاره په اپلیکیشن کې دننه د پیغام استولو سهولت د کارولو وړاندیز کوو.

چیرته چې شتون ولري، اپلیکیشن د سپرلۍ شمېره او ستاسو شمېره دواړه پټ ساتي ترڅو د هرچا معلومات شخصي وساتي. څرنګه چې دا نامعلومې شمیرې تل بدلیږي، نو دا شمېرې د سریع ډایل کيدو لپاره خوندي کيدای نشي.

پیرودونکي ته پیغام ورکولو لپاره:

  1. د اپلیکیشن په ښکته برخه کې سپینه پټۍ پورته کش کړئ
  2. د چټ آېکون کیکاږی. دا د پیرودونکي نوم څخه مستقیم کیڼ اړخ ته موقعیت لري
  3. خپل پیغام ولیکئ او "لیږل"ووهئ

پیرودونکي به یو خبرتیا ترلاسه کړي چې تاسو یو پیغام لیږلی دی. که ستاسو پیرودونکی ځواب ووایی، تاسو به خپلکاره خبرتیا ترلاسه کړئ او یو راتلونکی پیغام به هم وګورئ. پیغام به په لوړ غږ ولوستل شي او تاسو به د دې منلو لپاره د ځواب په توګه د "د پورته شوې غټې ګوتې نښه" لیږلو اختیار ولرئ.

پیرودونکي ته د زنګ وهلو لپاره د چټ آیکن کیکاږئ، بیا په پورتني ښي څنګ کې د تلیفون آیکن، بیا د زنګ وهلو لپاره انتظار وکړئ چې د سپرلۍ سره وصل شي.

زموږ د اپلیکیشن له لارې پیغام استولو اسانتیا ستاسو شخصي مالومات هر مهال خوندي ساتي.