کله چې تاسو یو سفر بشپړ کړئ، دا باید سمد ستي ستاسو د اپلیکیشن د عایداتو پاڼه او په drivers.uber.com کې د عايداتو په برخه کي را څرګند شي. دواړه پاڼې په روانه اونۍ کې هر یو بشپړ شوی سفر ښیي.
هره اونۍ د دوشنبې په سیمه ییز وخت د سهار په 4:00 بجو پیل کیږي او د راتلونکې دوشنبې د سهار په 4:00 بجو پای ته رسيږي. که چیرې کوم سفر د دوشنبي سهار له 4:00 بجو څخه مخکې بشپړ شوی وي، ښايي د تیرې اونۍ د پیسو بیانیه کې راڅرګند شي.
په ځینو مواردو کې، په اپلیکیشن کې د یو سفر په څرګندېدو کې ممکن تر 48 ساعتونو پورې ولګیږي.
سربیره پردې، د لوړې کرایې سفرونه ممکن د اضافي بیاکتنې له امله ستاسو د تادیې په بیانیه کې په څرګندیدو کې زیات وخت ونیسي.
که تاسو د سفر ځای ټالکی وي، مګر کرایه نه ښودل کیږي، دا لینک وګورئ.
که تاسو د سفر موندلو توان نلرئ، دلته جزیات وړاندې کړئ: