زما تلیفون چارج نه اخلي

که ستاسو د تلیفون بیټري چارج نه اخلي یا ستاسو په موټر کې د داخلولو پرمهال چارج له لاسه ورکوي نو د لاندې حل لارو څخه ګټه پورته کړئ.

د ساکیټ موټر چارجر وکاروئ

د ډیری موټرو USB پورټونه یواځې لږ مقدار بریښنا چمتو کوي. ډیری نوي تلیفونونه د یو یا ډیرو ګړندي چارج کولو ټیکنالوژیو ملاتړ کوي لکه Quick Charge 3.0 او د هغه بریښنا ساکیټ موټر چارجر سره ښه جوړه کيږي (چې د سګریټ لایټر چارجر په نامه هم ياديږي) کوم چې ستاسو د تلیفون په څېر د ورته ګړندي چارج کولو ټیکنالوژۍ ملاتړ کوي.

موږ وړاندیز کوو چې د ګړندي موټر چارجر لپاره آنلاین لټون وکړئ کوم چې ستاسو د ځانګړي تلیفون ماډل لپاره جوړ شوی وي او هغه يو غوره کړئ کوم چې ښې تبصرې لري.

د سکرین روښانتیا کمه کړئ

څومره چې ستاسو سکرین روښانه وي نو په هماغه اندازه ستاسو تلیفون د بیټرۍ بريښنا کاروي. هڅه وکړئ چې تر هغه اندازې د سکرین روښانتیا کمه کړئ، ترڅو چې تاسو د Driver اېپ د کارولو په وخت کې خپل تلیفون په روښانه توګه لیدلی شئ.

یو نوی کیبل ترلاسه کړئ

که پورته حلونه ستاسو د تلیفون په چارج کولو کې مرسته نه کوي نو تاسو ممکن د نوي چارج کیبل پیرودلو ته اړتیا ولرئ. موږ وړاندیز کوو چې یو داسې چارجر ترلاسه کړئ چې غښتل شوی وي او غټ تارونه ولري.

د وړلو وړ پاور بانک وکاروئ

کله چې تاسو له خپل موټر څخه لرې یاست، د وړلو وړ پاور بانک تاسو ته اجازه درکوي چې خپل تلیفون چارج کړئ، ترڅو د اړتیا په وخت ستاسو تلیفون چارج ولري.

هر ډول USB اډاپټرونه لرې کړئ

هر ډول اډاپټر چې د چارج کولو کيبل ستاسو په تلیفون کې د نصب کولو وړ ګرځوي، کولی شي چارج سست کړي. د مثال په توګه، د USB-C اډاپټر چې یو مایکرو USB کارډ سره وکارول شي ممکن یواځې د USB-C کارډ څخه ورو چارج ورکړي (په ځانګړي توګه که چیرې د ټیټ کیفیت اډاپټر وي.)

خپل د چارج کیبل چیک کړئ

ټول د USB پورټ چارج کیبلونه په ورته ډول کار نه کوي. حتی د چټک چارج کولو کیبلونه د تولید کوونکي له مخي توپیر لري چې څومره ژر دوی مختلفې وسیلې چارج کوي، چې دا پدې معنی ده چې ځینې ګړندي چارج کیبلونه به د نورو په څېر کار ونکړي.

د دې لپاره چې ډاډ ترلاسه کړئ چې تاسو د امکان تر حده ګړندی چارج ترلاسه کوئ، موږ سپارښتنه کوو چې د خپل تلیفون جوړوونکي څخه یو ګړندي چارج کیبل واخلئ یا هغه کیبل چې خاص ستاسو تلیفون لپاره طرح شوی وي.

نه استعمالېدونکي اپلیکېشنونه بند کړئ

کله چې ستاسو تلیفون چارج کیږي، د بریښنا څه برخه د شالید کارونو او اپلیکېشنونو لپاره کارول کيږي چې ستاسو تلیفون يي چلوي. هر هغه اپلیکیشن بند کړئ چې تاسو یې نه کاروئ ترڅو د خپل تلیفون په ګړندي چارج کولو کې مرسته وکړئ.