د ټولو هغو کسانو د ساتنې لپاره چې له دې پلټفارم نه کار اخلي، ستاسې د پروفایل انځور یوازې هغه وخت اپلوډ کېدای شي کله چې ستاسې څېرې بدلون موندلی وي او تاسې د پېژندلو وړ نه یاست، لکه:
- په وزن کې د پام وړ بدلونونه
- د ظاهري څېرې بدلون
- روغتیایي شرایط
- پلاستیکي یا د ښایست جراحي
که ستاسو ظاهري څېره د انځور اخیستو له وخت را وروسته بدله شوې وي، نو د مهرباني له مخې د یوه تازه انځور د غوښتنې لپاره لاندې فورمه ډکه کړئ.
په یاد ولرئ چې د پروفایل یو ښه انځور باید لاندې ځانګړنې ولري:
- خولۍ یا لمر عینکي باید و نه لرئ (د لید عینکي او مذهبي کالیو ته اجازه شته)
- بشپړ یا ټول مخ او د اوږو پورتنۍ برخه
- ښه روښانه وي
- تیاره په کې نه وي
- په انځور کې باید یوازې یو کس وي
- مخ باید د انځور د چوکاټ په مرکز کې وي او باید مخامخ کیمرې ته وي
- باید فلټر شوی نه وي، له څو انځورونو جوړ انځور نه وي یا فوټوشاپ شوي عکسونه باید په کې نه وي