که چېرې تاسې د 90 ورځو لپاره انلاین و نه اوسئ، نو ستاسې حساب به په اتومات ډول سره وځنډول شي.
تاسې بیا هم هر وخت کولای شئ موږ ته راشئ! که غواړئ چې بیا سورلي وړل پیل کړئ، نو موږ ته د لاندې معلوماتو په ډکولو سره خبر راکړئ - موږ به ستاسې حساب بېرته فعال کړو.
partners.uber.com کې دننه شئ یا هم اپلیکیشن وکاروئ تر څو ډاډ تر لاسه کړئ چې ستاسې په حساب کې معلومات او اسناد ټول تازه او نوي دي.
که چېرې ستاسې حساب په اصل کې له 1 کال نه وړاندې فعال شوی وي، نو د همدې حساب د بیا فعالولو نه وړاندې به له تاسې وغوښتل شي چې د بیا تایید بهیر پر مخ یوسئ.
خو بیا هم، که چېرې تاسې هلته په دې وروستیو کې انلاین شوي یاست، نو ستاسې حساب ښايي د نورو دلایلو له مخې ځنډول شوی وي. خپل برېښنالیک مو د Uber له خوا د هر ډول پیغام په خاطر وګورئ.