زه خپل د پروفایل عکس تازه کولو ته اړتیا لرم

د ټولو هغو کسانو د ساتنې لپاره چې له دې پلټفارم نه کار اخلي، ستاسې د پروفایل انځور یوازې هغه وخت اپلوډ کېدای شي کله چې ستاسې څېرې بدلون موندلی وي او تاسې د پېژندلو وړ نه یاست، لکه:

  • په وزن کې د پام وړ بدلونونه
  • د ظاهري څېرې بدلون
  • روغتیایي شرایط
  • پلاستیکي یا د ښایست جراحي

که ستاسو ظاهري څېره د انځور اخیستو له وخت را وروسته بدله شوې وي، نو د مهرباني له مخې د یوه تازه انځور د غوښتنې لپاره لاندې فورمه ډکه کړئ.

په یاد ولرئ چې د پروفایل یو ښه انځور باید لاندې ځانګړنې ولري:

  • خولۍ یا لمر عینکي باید و نه لرئ (د لید عینکي او مذهبي کالیو ته اجازه شته)
  • بشپړ یا ټول مخ او د اوږو پورتنۍ برخه
  • ښه روښانه وي
  • تیاره په کې نه وي
  • په انځور کې باید یوازې یو کس وي
  • مخ باید د انځور د چوکاټ په مرکز کې وي او باید مخامخ کیمرې ته وي
  • باید فلټر شوی نه وي، له څو انځورونو جوړ انځور نه وي یا فوټوشاپ شوي عکسونه باید په کې نه وي