اونیز پرداخت ناسم دی

د پرداختونو سټیټمنټونه ټول هغه سفرونه تر پوښښ لاندې لري چې په اونیزه دوره کې د دوشنبې ورځ د سهار له 4:00 بجو بیا د بلې دوشنبې د سهار تر 4:00 بجو تر سره شوي وي. که چېرې سفر د دوشنبې ورځ د سهار له 4:00 بجو وروسته پای ته رسېدلی وي، نو د راتلونکې پرداخت تر سټیټمنټ پورې به هغه را ښکاره نه شي.

که چېرې فکر کوئ چې د یوې اونۍ پرداخت ناسم دی، نو بیا مهرباني وکړئ موږ خبر کړئ. که چېرې تاسې د ورک شوو بونیسونو، وارنټي، ارجاع یا اونیز پرداخت په اړه پوښتنې لری - موږ به هغه ستاسې لپاره وګورو!

که چېرې تاسې د خپل پرداخت په سټیټمنټ کې سفر نه وینئ، نو هڅه وکړئ چې هغه د اپلیکیشن له لارې یا په partners.uber.com کې د دننه کېدو لارې د سفر په تاریخچه کې ومومئ.