د FLEET د اپلیکیشن په کور سکرین کې ستاسې د فعال موټر چلوونکي د موقعیتونه یوه ژوندۍ نقشه شته.
هر هغه موټر چلوونکی چې اوس انلاین وي یا په سفر کې وي هغه به په نقشه کې د موټر د ایکن په توګه ښکاره شي.
د هر موټر چلوونکي په اړه د جزئیاتو لیدلو لپاره، تاسې کولای شئ یا د موټر پر ایکن باندې ګوته کېکاږئ یا هم د سکرین په پای کې د موټر چلوونکي د جزئیاتو کارتونه پورته کش کړئ.
تاسې به وکړای شئ چې د هر موټر چلوونکي په اړه لاندې معلومات ووینئ:
د هغه وخت اندازه چې پر انلاین اوسېدو باندې لګول شوی
ټولټال بشپړ شوي سفرونه
د ورځې ټولټال خالص کرایې
د هر جاري سفر پاتې وخت
همداشان تاسې کولای شئ له موټر چلوونکي سره د هغه تر نوم لاندې پر "زنګ وهلو" یا "پیغام لېږلو" باندې ګوتې کېکاږلو سره په اړیکه کې شئ.