د فعالیت پر میټریکونو پوهېدل

د FLEET اپلیکیشن او ستاسې د همکار ډشبورډ ستاسو د هر یوه موټر چلوونکي لپاره مشرح د کارکړنې میټریکونه وړاندې کوي.

د دې لپاره چې دا معلومات په خپل ډشبورډ کې ووینئ، نو د پاڼې په سر کې د "کارکړنې" ټب وټاکئ.

د دې لپاره چې په خپل اپلیکیشن کې د فعالیت ټب پرانیزئ، نو د خپل سکرین په پای کې د چارټ پر ایکن باندې ګوته کېکاږئ.

کله چې تاسې د کارکړنې ټب ته راغلئ، نو بیا به وکولای شئ چې د انفرادي موټر چلوونکو او د خپلو ټولو موټر چلوونکو لپاره په ګډه سره لاندې میټریکونه ووینئ:

خالصي کرایې:
په هر سفر کې
په سفر کې هر ساعت
په سفر کې هر مایل

د سفر جزئیات:
انلاین وخت
په هر ساعت کې سفرونه
د هر سفر واټن

درجه بندي:
د ټول عمر درجه بندي
د منلو درجه
د موټر چلوونکي د فسخه کولو نرخ