د بانکي معلوماتو اپډیټ کول

د دې لپاره چې د خپل بانک معلومات اپډیټ کړئ:

1. د موټر چلوونکي اپلیکیشن پرانیزئ.
2. پر بټوه> تنظیماتو> بانکي حساب باندې ګوته کېکاږئ.
3. پر پورتنۍ ښۍ برخه کې پر 3 ټکو ګوته کېکاږئ او بیا "تصحیح" وټاکئ
4. د خپل بانکي حساب جزئیات دننه کړئ او پر "بشپړ شو" ګوته کېکاږئ

یادښت: د خپل بانکي حساب د جزئیاتو اپډیټ کول یا بدلونونه کولای شي چې ستاسې د اونیز پرداخت ترلاسه کول له 3-5 کاري ورځو پورې وځنډوي. که امکان ولري، نو دا بدلونونه د دوشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د سهار له 4 بجو وړاندې وسپارئ ترڅو ستاسو راتلونکي پرداختونه ستاسو نوي حساب ته جمع شي. که چېرې دا بدلونونه په وخت تر سره نه شي، نو تر څو چې موږ ستاسې پروفایل اپډیټ کوو ستاسې عواید به موجود بانکي حساب کې جمع شي.