په خپل حساب کې د تادیې طریقه اوسمهاله کول

د غوره تادیې طریقه اضافه کول او انتخابول به تاسو د دې جوګه کړي چې د سفر غوښتنه وکړئ. تاسو کولی شئ د کریډیټ او ډیبیټ کارتونو، PayPal، Venmo، ډیجیټل بټوو او د Uber ډالۍ کارتونو په شمول د تادیې میتودونه اضافه کړئ. کله چې یو سفر پای ته ورسي، پیسې ستاسو د ټاکلي تادیې طریقې څخه اخیستل کیږي.

د سفر په ترڅ کې خپل ایپ وکاروئ ترڅو وګورئ چې ستاسو د تادیې ترجیحي طریقه غوره شوې. د سفر پای ته رسېدو دمخه د ایپ له ښکتنۍ برخې څخه پورته ولاړ شئ او د تادیې مطلوبه طریقه کیکاږئ.

د تادیې طریقه اضافه کړئ

  1. د خپل ایپ له مینو څخه "بټوه" غوره کړئ.
  2. "د تادیي طریقه اضافه کړئ" تڼۍ کیکاږئ
  3. په لاسي ډول د کارت معلوماتو داخلولو، د کارت سکین کولو، یا په بدیله توګه تادیه اضافه کولو سره د تادیې میتود اضافه کړئ.

کریډیټ یا ډیبیټ کارت سکېن کړئ

  1. د کارت سکېن کولو لپاره د کامرې نښه کیکاږئ. ستاسو تلیفون ښايي د Uber ایپ لخوا د کامرې کارولو په تړاو ستاسو اجازه وغواړي.
  2. کارت د خپل تلیفون سکرین د منځ په سمون کې ونیسئ ترڅو ټول 4 کونجونه شنه شي. هغه کارتونه چې برجسته توري او شمېرې لري معمولا سکېن کول يي تر ټولو زیات اسان وي.
  3. د کارت د ختمیدو نېټه، د CVV شمیره، او د بیلینګ ZIP یا پوستي کوډ دننه کړئ.
  4. "خوندي کړئ" تڼۍ کیکاږئ.

په لاسي ډول کریډیټ یا ډیبیټ کارت اضافه کړئ

  1. د خپل کارت شمېره دننه کړئ.
  2. د کارت د ختمیدو نېټه، د CVV شمېره، او د بیلینګ ZIP یا پوستي کوډ دننه کړئ.
  3. "خوندي کړئ" تڼۍ کیکاږئ.

د کارت معلومات اوس مهاله کړئ

تاسو کولې شئ د ډیبټ یا کریډیټ کارت د ختمیدو نېټه، د CCV شمېره، او د بیلینګ ZIP یا پوستی کوډ ترمیم کړئ. که د Uber for Business پروفایل لرئ، تاسو کولی شئ د مینو څخه د تنظیماتو غوره کولو له لارې کارت سره تړلی پروفایل هم بدل کړئ. د پیل لپاره پروفایلونه وټاکئ.

  1. د خپل ایپ له مینو څخه "تادیه" غوره کړئ.
  2. د تادیې هغه انتخاب غوړ کړئ چې تاسو يې اوس مهاله کول غواړئ.
  3. د درې نقطو نښه کیکاږئ، بیا د "ترمیم کړئ" تڼۍ کیکاږئ.
  4. تغیرات ترسره کړئ او کله چې کار بشپړ کړئ، بیا "خوندي کړئ" تڼۍ کیکاږئ.

پداسي حال کې چې د ډیبټ یا کریډیټ کارت شمیره نشي ترمیم کېدی، کولې شئ حساب څخه یو کارت حذف کړئ او د تادیې د یوې نوې طریقې په توګه يې بیا اضافه کړئ.

د تادیې یوه طریقه حذف کړئ

ستاسو حساب باید هر وخت د تادیې لږترلږه یوه طریقه ولري. که غواړئ د تادیې خپله یواځینۍ طریقه حذف کړئ، باید لومړی د تادیي یوه نوې طریقه اضافه کړئ.

  1. د خپلې مینو څخه "تادیه" غوره کړئ.
  2. هغه کارت غوره کړئ چې حذفول یې غواړئ.
  3. په پورتني ښي کونج کې د درې نقطو نښه کیکاږئ.
  4. لومړی "حذف کړئ" تڼۍ کیکاږئ بیا یې تایید کړئ.