کامرې او ریکارډ کول

Uber ډرایورانو ته اجازه ورکوي چې د ټرانسپورټ خدماتو بشپړولو په هدف د سپرلۍ ثبتولو لپاره ویډیو کامرې، ډیش کامرې، یا د ثبتولو نور وسایل نصب او وکاروي.

یادښت: ځایي مقررات ممکن هغه اشخاص چې په وسایطو کې د ثبت کولو تجهیزات کاروي دې ته مجبوروي چې سپرلیو ته په بشپړ ډول ښکاره کړي چې په موټر یا په شاوخوا کې دوی ثبت کيږي او د هغوی رضایت ترلاسه کړي. مهرباني وکړئ په خپل ښار کې ځایي مقررات وګورئ ترڅو معلومه شي چې ایا دا پلي کیږي.

سربیره پردې، زموږ د ټولنې لارښوونې کاروونکو ته اجازه نه ورکوي چې د بل کاروونکي شخصي ډیټا د ترانسپورت خدماتو بشپړولو اهدافو پرته د بل کوم دلیل لپاره وکاروي. دوی دا هم مشخص کوي چې د حساب لاسرسی د داسې چلند، ژبې، یا اشارو لپاره لرې کیدی شي چې بې احترامه یا غیر خوندي وي. د یو شخص د عکس، آډیو یا ویډیو ریکارډ خپرول د دې شرایطو څخه سرغړونه ده او په پایله کې ممکن خپل حسات ته لاسرسی له لاسه ورکړي.