د کورنۍ پروفایل تنظیم کړئ
- "حساب" ته لاړ شئ او په اپلیکیشن کې "تنظیمات" وټاکئ.
- لاندې یې سکرول کړئ او «کورنۍ» ټپ کړئ.
په یو وخت کې یواځې د یوې کورنۍ پروفایل رامنځته کېدای شي. د کورنۍ غړي د موټرو ځانګړو ډولونو یا د لګښت محدودیتونو پورې نشي محدود کېدلای.
په سویلي کوریا او هند کې کاروونکي نشي کولای د کورنۍ نوي پروفایلونه رامنځته کړي، خو کولای شي د کورنۍ شته غړي، د بیسو غوره توبونه او د برېښنالیک رسېدونه د کورنۍ د تنظیماتو له لارې مدیریت کړي.
یوه غړي ته بلنه ورکړئ
- "حساب" ته لاړ شئ او په اپلیکیشن کې "تنظیمات" وټاکئ.
- لاندې یې سکرول کړئ او «کورنۍ» ټپ کړئ.
- "غړی اضافه کړئ" ټپ کړئ او د خپل اړیکو له لیست څخه خلک وټاکئ ترڅوخپل پروفایل کې د ګډون لپاره دوی ته بلنه واستوئ.
د Uber کورنۍ د Uber شرایط او ضوابط تعقیبوي خو بیا هم کاروونکي اړتیا لري چې باید 18 کلن واوسي (یا د دوی په ځای کې د اکثریت قانوني عمر ولري) ترڅو له Uber سره ثبت او ترې کار واخلي.
یو غړی لرې کړئ
- "حساب" ته لاړ شئ او په اپلیکیشن کې "تنظیمات" وټاکئ.
- لاندې یې سکرول کړئ او «کورنۍ» ټپ کړئ.
- د کورنۍ د هغه غړي نوم وټاکئ چې تاسو یې لرې کول غواړئ.
- "د کورنۍ غړی لرې کړئ" باندې ټپ وکړئ.
تایید کولو نه د مخه د کورنۍ یو غړی له پروفایل څخه لرې شوی و، ځان ډاډمن کړئ:
- تاسو د اپلیکیشن وروستۍ نسخه اپډیټ کړه.
- اپلیکیشن بند کړئ او بیا یې پرانیزئ ترڅو وګورئ چې هغه غړی لرې شوی که نه.
د تادیې میتود بدل کړئ
- "حساب" ته لاړ شئ او په اپلیکیشن کې "تنظیمات" وټاکئ.
- لاندې یې سکرول کړئ او «کورنۍ» ټپ کړئ.
- تر "غورتوبونو" لاندې "عادي تادیه" وټاکئ.
ستاسې د کورنۍ د پروفایل لپاره یوازې د کریډیټ یا ډیبیټ کارتونه د تادیې د غوره توب په توګه کارول کېدای شي.
د سفر د رسېدونو لپاره برېښنالیک بدل کړئ
د دې لپاره چې ستاسې د کورنۍ پروفایل ته د رسېدونو د تر لاسه کولو لپاره برېښنالیک پته بدله کړئ، نو:
- "حساب" ته لاړ شئ او په اپلیکیشن کې "تنظیمات" وټاکئ.
- لاندې یې سکرول کړئ او «کورنۍ» ټپ کړئ
- "غوره توبونو" لاندې "د برېښنالیک رسېدونه" وټاکئ او بدلون رامنځته کړئ.
د کورنۍ پروفایل له منځه یوسئ
د کورنۍ پروفایل څښتن کولای شي پروفایل له منځه یوسي. د دې کار د ترسره کولو لپاره:
- "حساب" ته لاړ شئ او په اپلیکیشن کې "تنظیمات" وټاکئ.
- «کورنۍ» وټاکئ.
- ښکته لاندې یې سکرول کړئ، "پروفایل له منځه یوسئ" باندې ټپ وکړئ او تایید یې کړئ.