زه غواړم له خپلې درجه بندۍ خبر شم

د هر سفر وروسته، سپرلیو او ډرایورانو ته فرصت ورکول کیږي چې د دوی د سفر تجربې په بنسټ یو بل ته درجه بندي ورکړي.

د درجه بندۍ د سیسټم موخه دا ډاډه کول دي چې خورا با ادبه سپرلۍ او ډرایوران د Uber خدمت وکاروي. د درجه بندیو راپور تل د اوسط په بنسټ وړاندې کیږي، او نه سپرلۍ او نه ډرایوران به د کوم ځانګړي سفر لپاره انفرادي درجه بندي وګوري.

خپله درجه بندي لیدلو لپاره:

  1. اپلیکیشن خلاص کړئ او مینو ته لاس وروړئ
  2. ستاسو درجه بندي ستاسو د نوم لاندې ښودل شوې شمیره ده

درجه بندي ترلاسه کولو لپاره باید تاسو 5 سفرونه ترسره کړئ. که تاسو ته درجه بندي نه ښکاري، ښايي لامل يې دا وي چې تاسو کافي سفرونه نه دي کړي.