زه نشم کولی د تادیې میتودونه اضافه یا حذف کړم

که تاسو په خپل اپلیکیشن کې لاندی کوم د خطا پیغامونه وګورئ، نو تاسو به نشئ کولی د سفر غوښتنه وکړئ تر هغه چې تاسو د تادیې طریقه تازه نه کړئ:

  • "غوښتنه ناکامه شوه: کارت رد شو"
  • ستاسی د تادیې طریقه ناسمه ده. مهرباني وکړئ خپل د بلینګ ترتیبات تازه کړئ"
  • ستاسو غوښتنه پروسس کولو کې تېروتنه راغله

که ستاسو د تادیې طریقه د لاندې دلیلونو څخه یو له امله رد شوې وي، د اپلیکیشن د مینو د تادیه په برخه کې د تادیې طریقه تازه یا اضافه کړئ:

  • د کارت دننه شوې شمېره صحیح نه ده
  • د کریډیټ یا ډیبټ کارت موده پای ته رسیدلې
  • په حساب کې فنډونه ناکافي دي

په لاندې حالتونو کی تاسو ممکن خپل بانک سره اړیکه نیولو ته اړتیا ولرئ:

  • تاسو بهر ته سفر کوئ او نړیوالو راکړو ورکړو ته مو اجازه نه ده ورکړې
  • بانک دا لګښت د درغلۍ پر بنسټ رد کړی
  • تاسو په خپل حساب کې د پیسو وباسلو حد څخه تېر شوي یاست
  • تاسو د خپل کارت د ورکیدو یا غلا کیدو راپور ورکړی

که چیرې هیڅ یو حل یا ستونزه پلي نشي، لاندې جزیات شریک کړئ: