دا مقاله د اپلیکیشن سره د TalkBack کارولو څرنګوالی تشریح کوي.
د خپل تحویلي ځای او د تحویلي وخت تنظیم کول
د لومړي ځل لپاره په اپلیکیشن کې د نوم لیکنې وروسته، تاسو ته لارښوونه کیږي چې لومړی خپل د تحویلۍ ځای دننه کړئ.
که تاسو دمخه د کور سکرین کې یاست، دا ګامونه تعقیب کړئ:
- د کور سکرین څخه، د سکرین پورتنۍ ښي خوا دوه ځله کېکاږئ.
- خپل ادرس دننه کړئ یا د وړاندیز شوي ځایونو نوملړ څخه ېې غوره کړئ.
- د تحویلۍ وخت تنظیم کړئ (یا ژر تر ژره یا د مهالویش تحویلي.)
یوځل چې تاسو د تحویلي جزئیات داخلول پای ته ورسوئ، موږ به ستاسو لپاره نږدې سوداګر پیدا کړو ترڅو تاسو له هغوي څخه آمر وکړئ.
د تحویلۍ ځای او وخت بدلول
که چېرې تاسو د تحویلۍ جزئیاتو پاڼې پرځای په اوتومات ډول د کور فیډ ته لاړ شئ، د تحویلې پته به وروستی ځای وي چې تاسو به یې په خپله دننه کړئ.
خو که چېرې تاسو غواړئ دا مخکې له دې بدل کړئ، دا لارښوونې تعقیب کړئ:
- د کور سکرین څخه، د سکرین پورتنۍ ښي خوا دوه ځله کېکاږئ.
- خپل ادرس دننه کړئ یا د وړاندیز شوي منزلونو نوملړ څخه ېې غوره کړئ.
- د تحویلۍ وخت برابر کړئ (یا ژر ټر ژره یا مهالویش تحویلي.)
سوداګر غوره کړئ
د کور سکرین فیډ کې، موږ د سوداګرو متنوع انتخاب لیست کوو چې تاسو ترې آمر کولی شئ. د سپارښتنو څخه تېریدلو لپاره چپ یا ښیې ښوا ته کش کړئ.
تاسو کولی شئ د سکرین په ښکته کې د لټون ټب فعالولو له لارې هم لټون وکړئ
- د سکرین ښکتنۍ برخه ېو ځل کېکاږئ.
- د "لټون" ټب د "کور" ټب سره خوا ته دی او د دوه ځله کېکاږلو سره فعالیږي.
- یوځل چې هلته لاړ شئ، د وړاندیز شويو خواړو کټګوریو یا د سوداګر/خواړو ډول/د پخلي ډولونو لخوا لټون کول غوره کړئ.
یو امر ورکړئ
یوځل چې تاسو یو سوداګر وټاکئ چې تاسو غواړئ له هغه څخه آمر وکړئ، دا مرحلې تعقیب کړئ:
- د پلورنځي د مینو پاڼې څخه، د " کارټ ته يې اضافه کړئ" اختیار دوه ځله کېکاږلو سره کارټ ته توکي اضافه کړئ.
- دا تکرار کړئ تر هغه چې تاسو ټول هغه څه اضافه کړئ چې تاسو غواړئ امر يې وکړئ.
- یوځل چې تاسو د خپل کارټ جوړول پای ته ورسوئ، تر هغه وخته پورې یې کش کړئ چې تاسو د "ګاډۍ وګورئ" اختیار واورئ. د پېسو ورکولو پاڼې ته د تلو لپاره ېې دوه ځله کېکاږئ
- بیا به تاسو وکولای شئ د تحویلي جزئیات بیاکتنه وکړئ: لکه د تحویلۍ ادرس/وخت، په ګاډۍ کې توکي، د تادیې طریقه تائید کړئ او د پرومو کوډونه اضافه کړئ (کوم یو چې شتون ولري)
- یوځل چې تاسو د دې بیاکتنه پای ته ورسوئ، خپل امر په کش کولو سره ورکړئ تر هغه چې تاسو د ""امر کړئ"" اختیار واورئ. د دې غوره کولو لپاره دوه ځله ېې کېکاږئ
خپل امر لغوه کول
د "امر وکړئ" تڼۍ ته د فشار ورکولو وروسته، اپلیکیشن به د غوښتنې حالت ته منتقل شي.
خپل امر لغوه کولو لپاره:
- د لغوه کولو تڼۍ روښانه کولو لپاره ښي اړخ ته ټکان ورکړئ.
- یوځل چې تاسو د تحویلۍ کس سره سمون وخورئ، د اړیکی تڼۍ به د "لغوه" ترڅنګ اضافه شي.
د خپل امر په تمه
په اپلیکیشن کې د رسېدني اټکلي وخت (ETA) اختیار تاسو ته خبر درکوي چې کله ستاسو د امر د رارسیدو تمه کیږي. تاسو کولای شئ د رسېدني اټکلي وخت (ETA) عنصر روښانه کړئ ترڅو واورئ چې څومره ژر به ستاسو امر راورسي. یوځل چې تاسو د تحویلۍ کس سره مل شئ، تاسو کولای شئ د سکرین په ښکته کې کارت هم روښانه کړئ ترڅو د تحویلي کونکي نوم، د ګاډي ماډل، رتبه بندي او د نمبر پلیټ واورئ.
خپل امر او تحویلي کس ته رتبه ورکړئ
د امر بشپړولو وروسته، د هوم سکرین په سر کې د رتبه بندي کارت څرګندیږي. د تحویلۍ کس او سوداګر ته رتبه ورکولو لپاره کارت دوه ځله کېکاږئ او د تحویلي کس ته بخششي ورکړئ.
د حساب تنظیمات
د حساب ټب ته د سکرین په ښکته ښي کونج کې د کېکاږلو سره لاسرسی کیدی شي. اختیارونه شتون لري:
- حساب: دلته تاسو کولای شئ د خپلې خوښې تحویلۍ ادرس اپلوډ کړئ. پدې توګه تاسو اړتیا نلرئ په لاسي ډول ادرس داخل کړئ هرکله چې تاسو غواړئ دا بدل کړئ. تاسو کولای شئ د ""حساب ترمیم کړئ" انتخاب غوره کولو له لارې د خپل تلیفون شمیرې ته هم سمون ورکړئ.
- ستاسو د خوښې وړ توکي: دلته تاسو کولای شئ د هغو سوداګرو لیست واورئ چې تاسو مخکې له مخکې په نښه کړي یا امر کړي دي.
- اداېنه: تاسو ته اجازه درکوي د تادیې طریقه بدله یا اضافه کړئ.
- مرسته: د لاسرسي ستونزو راپور ورکولو وړتیا پشمول د ملاتړ مختلف اختیارونه چمتو کوي.
- پروموشنونه: دلته د خپل حساب سره تړلي شته پروموشنونه وګورئ، یا یو نوی پرومو کوډ اضافه کړئ.
- وړیا خواړه: د ملګرو په معرفي کولو سره د راتلونکي امرونو لپاره کریډیټ ترلاسه کولو لپاره دا اختیار وکاروئ. دلته به تاسو د خپل رابلنې د بلنې کوډ ومومئ.
- له مونږ سره یي تحویل کړئ: تاسو ته اجازه درکوي د ېو تحویلۍ شخص کیدو لپاره د غوښتنلیک پروسه پیل کړئ.
- تنظیمات: د پورته لیست شوي حساب اختیار په څیر ورته جزئیات.