د غوره تادیې طریقه اضافه کول او انتخابول به تاسو د دې جوګه کړي چې د سفر غوښتنه وکړئ. د خپل هیوا او ښار د اړتیاوو په رڼا کې، تاسو کولی شئ د تادیې طریقې لکه کریډیټ کارتونه، نغدې پیسې، یا د PayPal حساب اضافه کړئ. کله چې یو امر وسپارل شي نو ستاسو د ټاکل شوې تادیې طریقې څخه لګښت اخیستل کیږي.
د تادیې طریقه اضافه کړئ
- "حساب" او بیا "بټوه" ټپ کړئ
- "تادیه اضافه کړئ" ټپ کړئ.
- د کارت سکېن کولو، په لاسي ډول د کارت معلوماتو دننه کولو، یا د تادیې بدیل ډول اضافه کولو له لارې د تادیې طریقه اضافه کړئ.
کریډیټ یا ډیبیټ کارت سکېن کړئ
- د کارت سکېن کولو لپاره د کامرې آیکن ټپ کړئ. ستاسو تلیفون ښايي د Uber اېپ لخوا د کامرې کارولو په تړاو ستاسو اجازه وغواړي.
- کارت د خپل تلیفون سکرین د منځ په سمون کې ونیسئ ترڅو ټول 4 کونجونه شنه شي. کارتونه چې را ډډ شوي توري او شمېرې لري معمولا په سکېن کولو کې تر ټولو زیات اسان وي.
- د کارت د ختمیدو نېټه، د CVV شمیره، او د بلینګ ZIP یا پوستي کوډ دننه کړئ.
- "خوندي کړئ" ټپ کړئ.
په لاسي ډول د کریډیټ یا ډیبیټ کارت اضافه کولو لپاره:
- د خپل کارت شمېره دننه کړئ.
- د کارت د ختمیدو نېټه، د CVV شمېره، او د بلینګ ZIP یا پوستي کوډ دننه کړئ.
- "خوندي کړئ" ټپ کړئ.
د کارت معلومات اوسمهاله کړئ
تاسو کولې شئ د ډیبټ یا کریډیټ کارت د ختمیدو نېټه، د CVV شمېره، او د بلینګ ZIP یا پوستي کوډ ترمیم کړئ.
- "حساب" بیا "بټوه" غوره کړئ
- د تادیې هغه اختیار غوړ کړئ چې تاسو يې اوسمهالول غواړئ.
- د درې نقطو آیکن ټپ کړئ، بیا سمون ټپ کړئ.
- بدلونونه رامنځته کړئ بیا "خوندي کړئ" ټپ کړئ.
پداسې حال کې چې د ډیبټ یا کریډیټ کارت شمیره نشي ترمیم کېدی، کولې شئ حساب څخه یو کارت لرې کړئ او د تادیې د یوې نوې طریقې په توګه يې بیا اضافه کړئ.
د تادیې یوه طریقه حذف کړئ
ستاسو حساب باید هر وخت د تادیې لږترلږه یوه طریقه ولري. که غواړئ د تادیې خپله یواځینۍ طریقه حذف کړئ، باید لومړی یوه نوې طریقه اضافه کړئ.
- "حساب" بیا "بټوه" غوره کړئ
- هغه کارت غوره کړئ چې حذفول یې غواړئ.
- په پورتني ښي کونج کې د درې نقطو آیکن ټپ کړئ.
- "حذف کړئ" ټپ کړئ او بیا یې تایید کړئ.