زما څخه د لغوه کولو لپاره پيسې اخيستل شوي

ستاسو امر د سوداګر یا تحویلي شخص لخوا لغوه کیدی شي. د لغوه کیدو په صورت کې تاسو کولی شئ په څو دقیقو کې بیا د هم هغه سوداګر څخه امر وکړئ یا د بل سوداګر څخه امر وکړئ.

ولې سوداګر ممکن سپارښتني لغوه کړي

دا پېښېدې شي که چېرې دوی سره یو توکی ختم شوی وي یا دوی د په لوی کچه د امرونو غوښتنې ترلاسه کوي.

که چیرې یو سوداګر سره یو توکی خلاص شوی وي، تاسو ممکن یوه خبرتیا ترلاسه کړئ چې تاسو ته 10 دقیقې درکوي ترڅو خپل امر تازه کړئ مخکې لدې چې دا په اوتومات ډول لغوه شي.

که سوداګر ستاسو امر لغوه کړي نو پر تاسو به لګښت نه راځی.

ولې د تحویلي اشخاص ممکن امرونه لغوه کړي

دلته یو څو احتمالي لاملونه شتون لري چې ولې دا پېښېدې شي:

تاسو سره د اړیکه نیولو توان نلري

  • کله چې ستاسو د تحویلي آدرس ته رسیږی، د تحویلي اشخاص هڅول کیږي چې تاسو سره اړیکه ونیسي نو کله چې د امر د رارسېدو تمه لرئ،‌ ښه به وي چې خپل تلیفون ځان سره نږدې وساتئ.
  • د تحویلي کس ممکن تحویلي لغوه کړي که چیرې دوی تاسو پیدا نکړی یا ونشي کولی تاسو سره اړیکه ونیسي
  • که چیرې که د تحویلي یو کس ونشي کولی چې تاسو سره اړیکه ونیسي مګر ستاسوغوښتل شوي ځای ته له رسیدو وروسته یې تاسو سره د اړیکه نیولو لپاره مناسبه هڅه کړې وي، تاسو ممکن د لګښت بیرته لاس ته راوړلو وړ نه یاست.

سوداګري تړل شوې وه

  • کله چې د تحویلي کس سوداګرۍ ته ورسید، هغه ممکن په غیر متوقع ډول تړل شوې وي.
  • هغه توکي چې تاسو یې غوښتنه کړې ممکن په ذخیره کې نه وي نو امر نشي پوره کیدی.

که تاسو فکر کوئ چې پر تاسو باندی د لغوه شوي امر لپاره په غلط ډول لګښت راغلی، موږ ته لاندې خبر راکړئ.