لاسرسی: TalkBack څرنګه کارولئ شو

دا مقاله د اپلیکیشن سره د TalkBack کارولو څرنګوالی تشریح کوي.

د خپل تحویلي ځای او د تحویلي وخت تنظیم کول

د لومړي ځل لپاره په اپلیکیشن کې د نوم لیکنې وروسته، تاسو ته لارښوونه کیږي چې لومړی خپل د تحویلۍ ځای دننه کړئ.

که تاسو دمخه د کور سکرین کې یاست، دا ګامونه تعقیب کړئ:

  1. د کور سکرین څخه، د سکرین پورتنۍ ښي خوا دوه ځله کېکاږئ.
  2. خپل ادرس دننه کړئ یا د وړاندیز شوي ځایونو نوملړ څخه ېې غوره کړئ.
  3. د تحویلۍ وخت تنظیم کړئ (یا ژر تر ژره یا د مهالویش تحویلي.)

یوځل چې تاسو د تحویلي جزئیات داخلول پای ته ورسوئ، موږ به ستاسو لپاره نږدې سوداګر پیدا کړو ترڅو تاسو له هغوي څخه آمر وکړئ.

د تحویلۍ ځای او وخت بدلول

که چېرې تاسو د تحویلۍ جزئیاتو پاڼې پرځای په اوتومات ډول د کور فیډ ته لاړ شئ، د تحویلې پته به وروستی ځای وي چې تاسو به یې په خپله دننه کړئ.

خو که چېرې تاسو غواړئ دا مخکې له دې بدل کړئ، دا لارښوونې تعقیب کړئ:

  1. د کور سکرین څخه، د سکرین پورتنۍ ښي خوا دوه ځله کېکاږئ.
  2. خپل ادرس دننه کړئ یا د وړاندیز شوي منزلونو نوملړ څخه ېې غوره کړئ.
  3. د تحویلۍ وخت برابر کړئ (یا ژر ټر ژره یا مهالویش تحویلي.)

سوداګر غوره کړئ

د کور سکرین فیډ کې، موږ د سوداګرو متنوع انتخاب لیست کوو چې تاسو ترې آمر کولی شئ. د سپارښتنو څخه تېریدلو لپاره چپ یا ښیې ښوا ته کش کړئ.

تاسو کولی شئ د سکرین په ښکته کې د لټون ټب فعالولو له لارې هم لټون وکړئ

  1. د سکرین ښکتنۍ برخه ېو ځل کېکاږئ.
  2. د "لټون" ټب د "کور" ټب سره خوا ته دی او د دوه ځله کېکاږلو سره فعالیږي.
  3. یوځل چې هلته لاړ شئ، د وړاندیز شويو خواړو کټګوریو یا د سوداګر/خواړو ډول/د پخلي ډولونو لخوا لټون کول غوره کړئ.

یو امر ورکړئ

یوځل چې تاسو یو سوداګر وټاکئ چې تاسو غواړئ له هغه څخه آمر وکړئ، دا مرحلې تعقیب کړئ:

  1. د پلورنځي د مینو پاڼې څخه، د " کارټ ته يې اضافه کړئ" اختیار دوه ځله کېکاږلو سره کارټ ته توکي اضافه کړئ.
  2. دا تکرار کړئ تر هغه چې تاسو ټول هغه څه اضافه کړئ چې تاسو غواړئ امر يې وکړئ.
  3. یوځل چې تاسو د خپل کارټ جوړول پای ته ورسوئ، تر هغه وخته پورې یې کش کړئ چې تاسو د "ګاډۍ وګورئ" اختیار واورئ. د پېسو ورکولو پاڼې ته د تلو لپاره ېې دوه ځله کېکاږئ
  4. بیا به تاسو وکولای شئ د تحویلي جزئیات بیاکتنه وکړئ: لکه د تحویلۍ ادرس/وخت، په ګاډۍ کې توکي، د تادیې طریقه تائید کړئ او د پرومو کوډونه اضافه کړئ (کوم یو چې شتون ولري)
  5. یوځل چې تاسو د دې بیاکتنه پای ته ورسوئ، خپل امر په کش کولو سره ورکړئ تر هغه چې تاسو د ""امر کړئ"" اختیار واورئ. د دې غوره کولو لپاره دوه ځله ېې کېکاږئ

خپل امر لغوه کول

د "امر وکړئ" تڼۍ ته د فشار ورکولو وروسته، اپلیکیشن به د غوښتنې حالت ته منتقل شي.

خپل امر لغوه کولو لپاره:

  1. د لغوه کولو تڼۍ روښانه کولو لپاره ښي اړخ ته ټکان ورکړئ.
  2. یوځل چې تاسو د تحویلۍ کس سره سمون وخورئ، د اړیکی تڼۍ به د "لغوه" ترڅنګ اضافه شي.

د خپل امر په تمه

په اپلیکیشن کې د رسېدني اټکلي وخت (ETA) اختیار تاسو ته خبر درکوي چې کله ستاسو د امر د رارسیدو تمه کیږي. تاسو کولای شئ د رسېدني اټکلي وخت (ETA) عنصر روښانه کړئ ترڅو واورئ چې څومره ژر به ستاسو امر راورسي. یوځل چې تاسو د تحویلۍ کس سره مل شئ، تاسو کولای شئ د سکرین په ښکته کې کارت هم روښانه کړئ ترڅو د تحویلي کونکي نوم، د ګاډي ماډل، رتبه بندي او د نمبر پلیټ واورئ.

خپل امر او تحویلي کس ته رتبه ورکړئ

د امر بشپړولو وروسته، د هوم سکرین په سر کې د رتبه بندي کارت څرګندیږي. د تحویلۍ کس او سوداګر ته رتبه ورکولو لپاره کارت دوه ځله کېکاږئ او د تحویلي کس ته بخششي ورکړئ.

د حساب تنظیمات

د حساب ټب ته د سکرین په ښکته ښي کونج کې د کېکاږلو سره لاسرسی کیدی شي. اختیارونه شتون لري:

  • حساب: دلته تاسو کولای شئ د خپلې خوښې تحویلۍ ادرس اپلوډ کړئ. پدې توګه تاسو اړتیا نلرئ په لاسي ډول ادرس داخل کړئ هرکله چې تاسو غواړئ دا بدل کړئ. تاسو کولای شئ د ""حساب ترمیم کړئ" انتخاب غوره کولو له لارې د خپل تلیفون شمیرې ته هم سمون ورکړئ.
  • ستاسو د خوښې وړ توکي: دلته تاسو کولای شئ د هغو سوداګرو لیست واورئ چې تاسو مخکې له مخکې په نښه کړي یا امر کړي دي.
  • اداېنه: تاسو ته اجازه درکوي د تادیې طریقه بدله یا اضافه کړئ.
  • مرسته: د لاسرسي ستونزو راپور ورکولو وړتیا پشمول د ملاتړ مختلف اختیارونه چمتو کوي.
  • پروموشنونه: دلته د خپل حساب سره تړلي شته پروموشنونه وګورئ، یا یو نوی پرومو کوډ اضافه کړئ.
  • وړیا خواړه: د ملګرو په معرفي کولو سره د راتلونکي امرونو لپاره کریډیټ ترلاسه کولو لپاره دا اختیار وکاروئ. دلته به تاسو د خپل رابلنې د بلنې کوډ ومومئ.
  • له مونږ سره یي تحویل کړئ: تاسو ته اجازه درکوي د ېو تحویلۍ شخص کیدو لپاره د غوښتنلیک پروسه پیل کړئ.
  • تنظیمات: د پورته لیست شوي حساب اختیار په څیر ورته جزئیات.