Uber د ډالۍ کارتونه

څنګه کولی شئ خپل حساب ته د UBER ډالۍ کارت اضافه کړئ

  1. په خپل اېپ کې د مینو آیکن کیکاږئ او "بټوه" غوره کړئ.
  2. "فنډونه اضافه کړئ" غوره کړئ.
  3. "د ډالۍ کارت" غوره کړئ.
  4. خپل د ډالۍ کوډ لکه څنګه چې ښکاري ولیکئ (پرته له فاصلو).

د ډالۍ کارتونه مستقیم ستاسو د Uber Cash بیلانس کې اضافه کیږي. یوځل چې د ډالۍ کارت یو حساب ته اضافه شي، پیسې نشي استول کیدی.

د ډالۍ کارتونو کارول

د Uber ډالۍ کارتونه یوازې په هغه هیواد کې کارول کیدی شي چیرې چې پیرودل شوي وی. دا د کورنۍ پروفایلونو یا ټاکل شوي سفرونو لپاره نشي کارول کیدی.

ستاسو د Uber Cash بیلانس کې بار شوي ډالۍ کارتونه به ستاسو په راتلونکي سفر یا فرمایش کې د ډیفالټ په توګه پلي کیږي، مګر تاسو کولی شئ مخکې له دې چې تاسو غوښتنه وکړئ د تادیې بل یو میتود غوره کړئ.

تاسو به هڅول کیږئ چې د اضافي ډالۍ کوډ یا د تادیې میتود اضافه کړئ مخکې لدې چې تاسو د سپرلی غوښتنه وکړئ که ستاسو د ډالۍ کارت بیلانس ستاسو د سفر لګښت څخه کم وي. د تادیې په دې طریقه کې د اجازې توقف کیدی شي چې وکارول شي، مګر د ډالۍ کارت چارج کیدلو( پیسی اچولو) نه وروسته به دا باطل شي.

د ډالۍ کارتونه په Uber او Uber Eats ایپس کې د بیرته اخیستلو وړ دي. شرایط او ضوابط د ډالۍ کارتونو باندې پلي کیږي. د پیرودلو په ایالت/ولایت پورې مربوط، دا کارت د Bancorp Card Services Inc یا د Bancorp بانک لخوا صادر شوی.

پرته لدې چې د قانون له مخې اړتیا وي، د ډالۍ کارتونه د نغدو پیسو، بیرته ورکولو یا بیرته راستنیدو لپاره نشي کارول کیدی.

څنګه د UBER ډالۍ کارتونه واخلئ

تاسو کولی شئ د Uber ډالۍ کارت آنلاین یا د ځایي پرچون پلورونکي څخه واخلئ:

که تاسو د ډالۍ کارت په اړه مرستې ته اړتیا لرئ، مهرباني وکړئ لاندې هغه لینک غوره کړئ چې د ستونزې سره ډیر نږدې مشابهت لري: