زه معلولیت لرم. زه څنګه د انتظار وخت فیس بیرته اخیستو یا معافیت غوښتنه کولی شم؟

معلولیت لرونکي سوارلی کولای شي د انتظار د وخت فیس بیرته تادیې یا معافیت غوښتنه وکړي که چېرې د دوی معلولیت د هغوی پر دې وړتیا اغېزه کړې وي چې موټر ته په ټاکل شوي ځای کې د موټر چلوونکي په رارسېدو سره څو دقیقې ځنډیدلی وي (اوس مهال د UberX یا XL لپاره 2 دقیقې یا د تور یا د تور SUV سفرونو لپاره 5 دقیقې).

د معلولیت لرونکو سوارلیو لپاره د انتظار وخت فیس بیرته ورکول کیږې

تاسو کولی شئ د پیسو د بیرته اخیستو غوښتنه وکړئ که چېرې تاسو معلولیت لرئ (یا مو له معلولیت لرونکي ملګري سره سفر کړی وي، یا مو د معلولیت لرونکي سورلۍ په استازیتوب د موټر غوښتنه کړې وي) او په تېرو 30 ورځو کې کله چې ستاسو د پورته کولو په ځای کې موټر چلوونکی را رسېدلی وي او له ټاکلي وخت نه زیات یې تاسې ته انتظار ایستلی وی او تاسې د خپل معلولیت له امله زیات وخت ته اړتیا درلوده.

په راتلونکې کې د معلولیت لرونکو سورلیو لپاره د انتظار د وخت د فیس معافیت

که چیرې تاسو، یا یو فرد چې تاسو سره ډیری وختونه په سفرونو کې ملګری کیږي، (i) د امریکایانو د معلولیت قانون له مخې معیوب وي، او (ii) همدا معلولیت ستاسې د پورته کېدو په ټاکل شوي ځای کې پر ټاکل شوي وخت کې ستاسې د پورته کېدو پر وړتیا باندې اغېز ولري، نو کولای شئ چې د لاندې تصدیق په جوړولو سره د خپل حساب لپاره د انتظار د وخت د بښلو لپاره غوښتنه وکړئ. مهرباني وکړئ د همدې معافیت د تر سره کېدو لپاره لږترلږه 7 ورځې وخت ورکړئ. که چېرې ستاسو د تصدیق کولو نه وروسته بیا هم له تاسو د انتظار د وخت فیس اخیستل کېږي، نو مهرباني وکړئ په پورتني لینک کې یې د بیرته تادیې غوښتنه وکړئ.

د معلولیت تصدیق

لاندې زما د نوم د لومړیو تورو په دننه کولو سره او د "سپارلو" په ټاکلو سره، زه په داوطلبانه توګه تصدیق او اعتراف کوم چې:
زه، یا یو فرد چې ما سره په سفرونو کې ملګری کیږي، (i) د امریکایانو د معلولیت قانون له مخې معیوب دی، او (ii) په ټاکل شوي ځای کې پر ټاکل شوي وخت کې موټر ته زما یا زما د ملګري د پورته کېدو پر وړتیا باندې اغېز لري. زه پوهیږم چې دا غوښتنه د Uber له خوا د تایید او/یا پلټنې تابع ده. زه پر دې هم پوهیږم چې Uber به زما دا تصدیق د کوم بل هدف لپاره و نه کاروي بلکې یوازې زما په حساب کې د انتظار وخت فیس د معاف کولو لپاره. همداشان زه پوهیږم چې Uber به د دې معلوماتو یا زما تصدیق په تړاو کومې اضافي دندې یا مکلفیتونه پر غاړه وا نخلي.