د کڅوړې تکراري پوښتنې

UBER Connect څه شی دی؟

Uber Connect تاسو ته اجازه درکوي چې د ډرایور څخه غوښتنه وکړئ چې ستاسو بنډل(بنډلې) هغه کس ته انتقال کړي چې د کوزیدو په ټاکل شوي ځای کې انتظار کوي.

زه څه لیږلې شم؟

د ګاډي په ذریعه تحویل شوي بنډلو لپاره، تاسو کولی شئ کوچني یا درمیانه بنډلې واستوئ چې:

  • هیڅ منع شوي توکي نلري (لاندې د منع شوي توکو لیست وګورئ)
  • د تحویلۍ لپاره د وزن یا ارزښت محدودیتونو څخه مه تیریږئ
  • په آسانۍ سره د مینځنۍ اندازې ګاډی په ډاله کې ځاییږي
  • تړل شوي، په خوندي توګه بند شوي، او د اوچتونی لپاره چمتو دي

د بایسېکل یا سکوټر په واسطه تحویل شوي بنډلو لپاره، تاسو کولای شئ کوچني یا درمیانه بنډلې واستوئ چې:

  • هیڅ منع شوي توکي نلري (لاندې د منع شوي توکو لیست وګورئ)
  • ګډ اعظمي وزن 15 پونډه او د 100$ ګډ اعظمي ارزښت ولري
  • په آرامۍ سره په یو بنډل کې ځاې کیږي
  • تړل شوي، په خوندي توګه بند شوي، او د اوچتونی لپاره چمتو دي

منع شوي توکي

پرته لدې چې ستاسو د تړون لخوا مشخص شوي وي، منع شوي توکو کې شامل دي، مګر تر دې محدود ندي:

  • الکول
  • ځناور
  • اور وژونکي
  • نازک توکي
  • پیسې/ ډالۍ کارتونه/ او داسې نور.
  • تفریحي درمل

که ستاسو بنډل یو منع شوی توکي ولري یا پورته محدودیتونه تعقیب نکړي، ډرایور ممکن ستاسو غوښتنه لغوه کړي.

څرنګه د تحویلۍ غوښتنه وکړو

د تحویلۍ غوښتنه کولو لپاره:

  1. په Uber اېپ کې د بنډل آېکون ټپ کړئ.
  2. "یو بنډل واستوئ" یا "یو بنډل ترلاسه کړئ" غوره کړئ او د لیږونکي یا ترلاسه کونکي معلومات دننه کړئ. په باد ولرئ چې تل دا معلومات دننه کوئ ترڅو تاسو وکولی شئ د تحویلۍ پِن (PIN) فعاله کړئ.
  3. "وصل کړئ غوره کړئ"ټپ کړئ.
  4. د بنډل لارښوونې بیاکتنه وکړئ او "ترلاسه شو" غوره کړئ.
  5. د تحویلۍ جزئیاتو بیاکتنه وکړئ، د تحویلۍ اختیارونه غوره کړئ، او ځانګړې لارښوونې اضافه کړئ.
  6. خپله د سپارلو غوښتنه تایید کړئ.

مهرباني وکړئ په یاد ولرئ، تاسو د تحوېلۍ غوښتنه کولو وروسته د اوچتونې یا کوزونې پتی نه شئ بدلولئ.

د تحویلي PIN یوه لاره ده چې د بنډل تحویلۍ تصدیق کې مرسته کوي، خو ممکن داسې وختونه وي چې د PIN راټولول ممکن نه وي. که تاسو د تحویلي PIN فعال کړئ، دا به ستاسو په اېپ کې څرګند شي او د هغه چا سره به شریک شي چې توکې ترلاسه کوي. ترلاسه کونکی باید چمتو وي چې تحویلي ترلاسه کړي او د ډراېور سره PIN شریک کړي.

که ستاسو بنډل د تحویلۍ پرمهال زیانمن شوې وي او تاسو غواړئ د تحویلي لګښت بیرته ترلاسه کړئ، نو تاسو باید د تحویل نیټې وروسته په دریو کاري ورځو کې د زیان عکس او جزئیات وسپارئ.

Uber د بنډلو لپاره بیمه نه ساتي.

د بشپړ جزئیاتو لپاره شرایط او ضوابط وګورئ. د شرایطو او ضوابطو څخه سرغړونه ممکن پرته له خبرتیا ستاسو د حساب غیر فعالولو لامل شي.

ایا زه کولای شم یو چاته د حیرانتیا په توګه یو بنډل ولېږم؟

موږ وړاندیز کوو چې تاسو د تحویلۍ ترلاسه کونکي ته خبر ورکړئ ترڅو دوی وکولای شی د موټر څخه بنډل بیرته ترلاسه کولو لپاره د سړک په غاړې کې له ډرایور سره وګوري.

که تاسو یو چا ته د حیرانتیا په توګه یو بنډل واستوئ نو تاسو به اړتیا ولرئ چې په واضح ډول د Uber اېپ د پیغام برخه کې ډراېو ته لارښوونه وکړئ ترڅو بنډل د ترلاسه کونکي په دروازه کې پریږدي. ډرایور کولای شي تل دا غوښتنه رد کړي.