زما اداینه ولې رد شوې؟

که تاسو په خپل اېپ کې لاندې کوم د خطا پیغامونه وګورئ نو تاسو به ونشئ کولی د سفر غوښتنه وکړئ تر هغه چې تاسو د تادیې طریقه تازه نه کړئ:

  • "غوښتنه ناکامه شوه: کارت رد شو."
  • ستاسی د تادیې طریقه ناسمه ده. مهرباني وکړئ خپل د بلینګ ترتیبات تازه کړئ"
  • ”ستاسو غوښتنه پروسس کولو کې تېروتنه وه.”

که ستاسو د تادیې طریقه د لاندې دلیلونو څخه د یو له امله رد شوې وي، د اېپ مینو د ”بټوه” برخه کې د تادیې طریقه تازه یا اضافه کړئ:

  • د کارت دننه شوې شمېره صحیح نه ده
  • د کریډیټ یا ډیبټ کارت موده پای ته رسیدلې
  • په حساب کې فنډونه ناکافي دي

په لاندې حالتونو کی تاسو ممکن خپل بانک سره اړیکه نیولو ته اړتیا ولرئ:

  • تاسو بهر ته سفر کوئ او نړیوالو راکړو ورکړو ته مو اجازه نه ده ورکړې
  • بانک دا لګښت د درغلۍ پر بنسټ د Uber څخه رد کړی
  • تاسو په خپل حساب کې د پیسو ویستلو حد څخه تېر شوي یاست
  • تاسو د خپل کارت د ورکیدو یا غلا کیدو راپور ورکړی

که تاسو لاهم د ستونزو سره مخ یاست او مرستې ته اړتیا لرئ، لطفاً لاندې موږ سره اړیکه ونیسئ.